امنیت

د طالبانو دوه مهم غړي د هېواد په شمال کې ووژل شول

-کابل /  د زمري ۲۰ مه / باختر
د وسله والو طالبانو دوه مهم افراد د شبرغان ـ مزارشریف لويې لارې په تګلوري کې له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول.
د جوزجان د فیض آباد ولسوال الف شاه د باختر آژانس خبریال ته وویل چې وسله والو طالبانو د چاودېدونکو توکو د برابرولو مسوول دلاور او د دې ډلې یو سرګروپ ملا نبي نن سهار د يادې ولسوالۍ په شیشه خانه کلي کې له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول.
هغه زیاته کړه چې دلاور په دغه تګلوري کې د ماین ښخولو په څو پېښو کې لاس لاره او په بېلابېلو سیمو کې يې ماينونه ښخول.
ویل کېږي د دغو کسانو شپږ نور ملګري په دې پېښه کې ټپیان شوي دي.
د شبرغان ـ مزار شریف لویه لاره، له مهمو ترانسپورټي لويو لارو څخه ده چې له څه مودې راپدېخوا نا امنه شوې ده.
پاى / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته