ښوونه او روزنه

د هيواد د تودو سيمو د ولايتونو د ښوونځيو نوې تعليمي کال پيل شو

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٥
د هيواد د تودو سيمو دولايتونو د ښوونځيو نوى تعليمي کال نن د ښوونځيو د زنګونو په کړنګولو سره پيل شو.
د جلال آباد له ښار څخه د باخترآژانس د خبريال د خبر له مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ د ننګرهار والي مولوي  عطاالله لودين د نوى تعليمي کال له پيل له امله مبارکي وويله او زياته يې کړه چې د هيواد د آبادولو او د ستونزو د حل کولو يوازنۍ لاره په ښوونه او روزنه کې نغښې ده.
والي له ټولو ننګرهاريانو څخه وغوښتل چې خپل بچيان ښوونځي ته واستوي او له قومي مشرانو او له ديني عالمانو څخه يې وغوښتل چې د ښوونځيو په ساتنه کې دې له دولت سره همکاري وکړي.
د ننګرهار والي دغه راز وويل: د اسلام مبين دين ښځې او نارينه ته يو شان د ښوونې او روزنې حق ورکړى دى. نو نارينه او ښځه  دې بايد د علم او پوهې په زده کړه کې هڅه او هاند وکړي.
د ننګرهار ولايت د پوهنې رييس پوهنمل الله داد اسماعليزي وويل: سږکال د ننګرهار ولايت په کچه نوي (٩٠) زره تنه نجونې او هلکان په ښوونځيوکې شامل شوي دي او دغه راز موږ په تيرکال کې ٢١ زره تنه زده کوونکي نجونې او هلکان فارغ کړي دي .
ده زياته کړه چې د ننګرهار ولايت په مربوطاتوکې اته سوه درې اتيا (٨٨٣) ښوونځي شته چې ٨٣ ليسې نجونوته اختصاص کړې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته