سیاستخبرونه

چين او هند په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره مثبته تګلاره لري

کابل، د زمري ۱۶ مه، باختر

هند او چين سره له دې چې په  ډېرو دوه اړخيزو او سيمه ييز مسئلو کې رقابتي تګلاره لري خو په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره مثبته تګلاره ښودلې ده او په دې برخه کې پر دوه اړخيزو همکاريو يې تينګار کړى دى.

په وروستيو مياشتو کې د افغانستان په اړه د هند او چين اړيکې زياتې شوي، سره له دې چې چين او پاکستان د خپل ګاونډي (هند) پر وړاندې له يو بل سره اتحاد لري خو، چين په خپله سيمه ييزه ديپلوماسي کې  په دې باور وي چې هند بايد د افغانستان په اړوند مسئلو څخه  ګوښه نه کړاى شي.

په دې وروستيو وختو کې د افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي ډيلي ته سفر وکړ او د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت له مقاماتو سره يې د افغانستان په حالت پورې د اړوندو مسئلو او له دغه هېواد سره د بشري مرستو د دوام په اړه ليده کاته او خبرې اترې کړې دي.

ټايمز اف انديا رپوټ ورکړى د افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازی يو ئه شيائوونګ  په روانه اوونۍ کې هند ته سفر وکړ چې د افغانستان د حالت په اړه خبرې وکړې. دا د افغانستان په اړه د دواړو لورو دويم سفر دى.

ورځپاڼې ويلي يوئه شيائوونک کتنه مهمه ده ځکه بيجنګ له پاکستان سره  د خپلو نږدې اړيکو سره سره  تائيدوي چې هند په افغانستان کې له مهمو تجارتي ونډه والو څخه دى.

يوئه له خپل هندي سيال چي پي سنګ سره له خبرو وروسته وويل: ( دواړو لورو موافقه وکړه چې  تعامل وهڅوي او خبرې اترې پياوړي کړي او په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره مثبته تګلاره وښیي).

هند او چين له څو کلونو را په دې خو د افغانستان په اړه د همکارۍ په لټه کې دی هغوى د باور او د متقابل درک  په موخه او په افغانستان کې د اقتصادي پروژو په اړه  د ګډ کار لپاره د تصميم نيونې او د اړيکو د پياوړتيا په لاره کې موافقه لري.

بايد وويل شي چې د افغانستان له اسلامي امارت سره د هند اړيکې هم د عادي کېدو په حال کې دي.

هند په کابل کې خپل سفارت چې د اسلامي امارت له بيا ټينګښت وروسته بند کړى و فعال  کړى، کابل او ډيلي ته د هوايي شرکتونو الوتنې بيا پيل شوي او هند  په تېرو لسو مياشتو کې افغانستان ته په زرګونو ټنه غنم لېږلي دي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا