ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت دکانکور دازموينو رياست خبرتيا!

کابل باختردوري دمياشتې ٤ نيټه  :

دلوړو زده کړو وزارت دکانکور دازموينو رياست خبرتيا!

لکه څنګه چې ګران هيوادوال دډله ييزو رسنيو له لاري خبرترلاسه کړ چې

د١٣٩٠ کال دکانکور په ازموينه کې څه ناڅه څلويښت زره تنه دمرکز اوولايتونو په پوهنتونونو اوددولتي لوړو زده کړو په موسسو کې لاره پيدا کړې ده  چې نتيجي  يې د ١٣٩١ کال دوري دمياشتي په دريمه نيټه دلوړو زده کړو وزارت دويب سايت له لاري اعلام شوي .

دهغه تفاهم له مخې  چې دپوهنې له وزارت سره شوي دي شپيته زره تنه  داوطلبان چې نه دى بريالي شوي  دلوړو زده کړو موسسو ته لاره پيدا کړي.

دمعياري  نمرو له مخې دښوونکو دروزنې  موسسو ، تخنيکي اومسلکي  انستيتوت اوداسلامي تعليماتو په موسسو کې جذبيږي ددغې برخې دنتيجو اعلام د ١٣٩١ کال دروي دمياشتې  له پنځلسمي نيټې وروسته دپوهنې وزارت له لاري ترسره کېږي.

دکانکور دنتيجو اودتبديليو په باب دداوطلبانو دستونزو په اړوند لوړو زده کړو وزارت دلايحې له مخې  د ١٣٩١ کال دوري دمياشتې  له پنځلسمي نيټي څخه  دثور دمياشتې ترپنځلسمي نيټې پوري دموظف کميسيون له خوا اجراات کېږي او دروان کال دثور دمياشتې له پنځلسمې نيټې څخه وروسته په دى اړوند هيڅ راز عريضه او غوښتنه نه منل کېږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته