امنیت

درې وسله وال طالبان په ميدان وردګو کې ووژل شول

-کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر:
په ميدان وردګو کې  د پوځيانو پرپوستې  د وسله والو طالبانو په بريد کې درې وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
د  ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، وسله والو طالبانو پرون  دميدان ښار د خواجه ميداني بابا  په کلي کې  د پوځيانو پرپوستې بريدوکړ، چې د جګړې په پايله کې  درې وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د پنځمې لوا ځواکونو د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ د طالبانو بريد شنډ او له ماتې سره مخ کړ .
په خبرپاڼه کې څرګنده شوې ده ،  دميدان وردګو لپاره  د وسله والو طالبانو د استخباراتو مسوول قاري وحيد هم  په وژل شويو کسانو کې شامل دى .
  په دې جګړه کې  پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم _ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته