۱۱ـ اسعد اباد/ باختر/ د وري د میاشتې ۲۲ مه
د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې ۱۰۰ تنه د حرفوي زده کړو له مرکز څخه فراغت لیکونه ترلاسه کړل.
ځايي چارواکي وايي چې په دغه پروګرام کې څلوېښتو تنو مېرمنو او شپېتو تنو ځوانانو ګډون کړی و چې د خیاطۍ، نجارۍ او د موټر سایکل جوړولو په برخه کې یې تر شپږ میاشتني زده کړو وروسته فراغت لیکونه ترلاسه کړل.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وايي چې د ځوانانو د وړتیاوو لوړول او ورته کاري فرصتونه برابرول د امنیت د ټینګښت او د خلکو په اقتصادي وده کې اغېزمن رول لوبولی شي.
پای/وصال
2 د یوې دقیقې څخه لږ