امنیت

دوسله والو طالبانو د ډلې دوه غړي په کابل او فارياب کې ونيول شول.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٧
پوليسو دوسله والو طالبانو د ډلې دوه مهم غړي په کابل او فارياب کې ونيول .
دکورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په دې اړوند دباختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ : يو نيول شوى تن په ميدان وردګو کې د طالبانو ډلې د لس کسيزې ډلې سرګروپ شاغاسي نومى دى چې دکابل دپوليسو له خوا دکابل ښار دپنځمې ناحيې په مربوطاتو کې له يوې تومانچې سره ونيول شو او دويم تن چې محمد اسحاق نوميږي ، په فارياب ولايت کې دملا رحيم يو قوماندان دى چې ددغه ولايت دخواجه سبز پوش ولسوالۍ د پوليسو له خوا له يو کلاشينکوف سره نيول شوى دى .
د طالبانو مهمو نيول شويو کسانو په زياترو تروريستي او ورانکارو فعاليتونو کې اساسى رول درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته