سیاستخبرونهTOP

‏چینایي چارواکي: د افغانستان نوی حکومت وتوانېد چې په لنډ وخت کې سخت او مهم کارونه ترسره کړي

کابل، د زمري ۱۸ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي یوشیایونګ سره په کابل کې وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي یوشیایونګ کابل ته د خپل سفر هدف، د چین په ټونکشي کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ‏د شویو هوکړو او همدا راز د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ په تاشکند کې د ناستو او توافقاتو تعقیب یاد کړ.
د بهرنیو چارو وزیر د خوست او پکتیکا له زلزله‌ځپلو سره د چین له پر وخت او بیړنیو مرسته مننه وکړه او د افغانستان پر واحد سیاست یې ټینګار وکړ.
‏د بهرنیو چارو وزیر همدا راز مننه وکړه چې د چین حکومت په کابل کې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې بهیر پیل کړ او دا چاره یې د افغانستان او چین ترمنځ دوې اړخیزې سوداګرۍ لپاره ډېره ګټوره وبلله. متقي له چینايي لوري وغوښتل چې چین ته د افغانستان د صادراتو لپاره زمینه برابره کړي.
‏د چین ځانګړي استازي وویل، چې افغانستان سره پر دوو اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو کار کوي. هغه په سیمه کې د خپلو وروستیو سفرونو په ترڅ کې د افغانستان په باب د لېوالتیا په اړه د بهرنیو چارو وزیر ته هر اړخیز معلومات ورکړل.
هغه همدا راز د افغانستان اسلامي امارت د هڅو او لاسته‌راوړنو ستاینه وکړه اوزیاته یې ‏کړه چې د افغانستان نوی حکومت په لنډه موده کې وتوانېده چې سخت او مهم کارونه انجام کړي، طبیعي پېښې او سوړ ژمی ښه مدیریت کړي.
د چین ځانګړي استازي وویل، چې چین له افغانستان سره په دوو اړخیزو اړیکو کې ډېر مخکې دی. په وینا یې، د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ناستې د دواړو هېوادونو ‏ترمنځ د ژورو اړیکو ښکارندوی دي.
ښاغلي یوشیایونګ وویل، چې چین په پام کې لري، پر جلغوزیو سربېره، د افغانستان نورې وچې او تازه مېوې چین ته ولېږدول شي او له دې لارې د افغانستان له ملي اقتصاد سره مرسته وشي.

ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا