امنیت

دولس تنه ډار اچوونکي په کندز ولايت کې ووژل شول .

کابل باختر دمرغومي اووه ويشتمه :
دکندز ولايت په مربوطاتو کې دپامير – ١ تر نامه لاندې  دامنيتي ځواکونو دپوځي عملياتو په دوام  دولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
  دپامير – ١ تر نامه  لاندې دامنيتي ځواکونو دهغومحاربوي او چاڼيزو عملياتوپه دوام چې دکندز ولايت دحضرت سلطان ، چبرمه ، خواجه پسته ، دوکان ادم خان او دخان اباد کندز په لويه لاره کې  ترسره شول دولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او يوولس تنه نور ټپيان شول او نهه تنه دکندز ولايت دخان اباد ولسوالۍ دايشان توپ په کلي کې دتروريستي فعاليتونو په تور ونيول شول .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته