
کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر
په چین کې د افغانستان د سفارت سرپرست سید محی الدین سادات پرون د (ورلډ ډيجيټل ایکانمي فورم) د بنسټ د مشر کریم شن او مل پلاوي سره وکتل.
دواړو لوریو په دغه کتنه کې د ډیجټلي همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
په چین کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست د یادې فورم مشر ته د ډيجيټل اقتصاد ترڅنګ په افغانستان کې د مختلفو اقتصادي فرصتونو یادونه وکړه او د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د یاد فورم مشر شن هم له افغانستان سره د ډيجيټل ایکانمۍ برخه کې د همکارۍ لپاره لیوالتیا څرګنده کړه او د لومړي ګام په توګه یې په یاده برخه کې د اسلامي امارت د اړوندو ادارو کارکونکو د روزنې لپاره چمتووالی وښود.
د یادونې وړ ده، چې د چین حکومت تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی وو، او ویلي وو، چې افغانستان به یواځې پرې نږدي.
افغانمل