امنیت

طالبانو يوه جومات ته اور واچاوه .

کابل باختر د وري شلمه  :
وسله والو طالبانو په فارياب ولايت کې يوه جومات ته اور واچاوه .
په لسګونو تنو يرغلګرو دفارياب ولايت  په شيرين تګاب ولسوالۍ کې په يوکلي بريد وکړ او ديوشمير ملکي وګړو له وهلو او ډبولو وروسته يې څه دپاسه لسوکورونواو يوه جومات ته اور واچاوه .
ددغه کلي يو اوسيدونکې چې ويې نه غوښتل نوم يې واخستل شي وويل چې طالبانو ددولت ددوو تنو مامورينو دلټولو په مقصد  په دغه کلي بريد وکړ کله يې چې هغوى ونه موندل  څه ناڅه لسوکورونو او يوه جومات ته يې او واچاوه او وتښتيدل .
دفارياب ولايت امنيه قوماندان  جنرال عبدالنبي الهام دباختراژانس له خبريال سره په اړيکه کې دغه پيښه  تاييد کړه او ويې ويل چې يرغلګرو په دغه کلي کې له بريد او څه ناڅه لسوکورونو او يوه جومات ته له اور اچولو وروسته وتښتيدل .
ده وويل طالبانو ددغه کلي څو تنه اوسيدونکي ددولت همکاران بلل او کله يې چې  هغوى ونه موندل  کورونو او جومات ته په اور اچولو يې لاس پورې کړ .
په همدې حال کې ددغه کلي اوسيدونکي وايي  چې داور دلمبوله امله په لسګونو ديني کتابونه او دقران عظيم الشان پاڼې سوځيدلي دي .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب  نظر نه دى څرګند کړى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته