امنیت

په تخارکې الکولي مشروبات ونیول شول

کابل/ باختر/ د زمري ۲۱مه
په تخارکې دوه تنه د الکولي مشروباتو په تور ونیول شول .
د تخار امینه قوماندان عبدالرحمن اقتاش د باختر آژانس خبریال ته وویل چی د تالقانو ښار دوه تنه اوسیدونکو چی ۱۲۴ بوتله الکولي مشروبات په یو کرولا ډوله موټرکې ځای پر ځای کړي و او غوښتل یې له رستاق ولسوالۍ څخه د تالقانو ښار ته یې ولیږدوی، په لاره کی د پولیسو له خوا ونیول شول .
اقتاش زیاته کړه چې له نیول شویو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف هم د پولیسو لاس ته ورغلل دی.
پای/شکریه /خروټی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته