قاهره نړيوالي خبري منابع باخترد زمري درې ويشتمه :
دمصر داخوان المسلمين ډلې نن دمصر دګوښه کړى شوي جمهور رييس
محمد مرسي دپلويانودتحصن دپاى ته رسولو لپاره د دغه هيواد د امنيتي ځواکونو دمداخلې په بهير کې د هغه د څه ناڅه سلو تنو پلويانو د وژلوخبر ورکړ .
اخوان المسلمين اعلام وکړ چې د مرسي څه ناڅه سل تنه پلويان په قاهره ښار کې دګوښه کړاى شوي جمهور رييس دپلويانو د مظاهرو او تحصن د پاى ته رسولو لپاره د امنيتي ځواکونو د مداخلې په بهير کې وژل شوي دي او څه دپاسه دوه زره تنه نور ټپيان شوي دي .
تراوسه پورې رسمي اوخپلواکو خبرځايونو دغه ارقام نه دي تاييد کړي ، خو د فرانسې دخبري آژانس خبريال وويل : ده په خپله اوولس مړي په رابعه العدويه په ډګر کې چې دمرسي پلويانو څه د پاسه يوه مياشت کيږي په دغه ځاى تحصن کړى دى ليدلي دي .
0 1 دقیقه لوستل