امنیت

په سلګونو جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول

دجلال آباد ښار باختر دغويي دمياشتې ١٤ نيټه :
په ننګرهار ولايت کې په سلګونو جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل ؛  په تېرو  ٢٤ ساعتو کې په  څه د پاسه پنځه سوه جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول.
په  دغو کروندو کې  د کوکنارو  د بوټو په  له منځه وړلو کې د کرنې ، له نشه يي توکوسره د مبارزې  کارکوونکو او امنيتي ځواکونو ګډون کړى وو.
سيمه يېزمسوولان وايي چې دغه بهيربه د کوکنارو له شتون څخه  د ننګرهار ولايت تربشپړ پاکولو   پورې   دوام وکړي . پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته