اقتصاد

په کابل کې د پیازو ۱۲۱ سړې خونې ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٢٩ نيټه :
دکرنې اواوبو لګولو وزارت د کرنې د ودې او له کروندګرو سره د ملاتړ په موخه د روان کال په بهير کې   د کابل ولایت په پنځو ولسوالیو کې  ۱۲۱ صفر انرژي لرونکې د پیازو سړې خونې جوړې او  نن یې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
له دغو جوړو شویو سړو خونو څخه ۱۶ په چهار آسیاب  ولسوالی کې، ۳  سړې خونې  په بګرامیو ولسوالی کې ، ۱۴ په  خاک جبار ولسوالی کې،  ۲۷ په قره باغ ولسوالی کې او ۶۱ نورې سړې خونې په موسهي ولسوالی کې شتون لري.
دغه سړې خونې په انفرادي او اشتراکي  ډول سره  رغول  شوې دي او  د  انفرادي سړو خونو شمیر یې ۱۱۶ ته رسیږي، چې هره یوه یې له ۱۲ څخه تر ۱۵ متريک ټنه  د زیرمه کولو وړتیا لري.  همدا راز ۵ سړې خونې په اشتراکي ډول سره رغول شوې دي، چې هره یوه یې له ۵۰ څخه تر ۶۰ متریک ټنه د پټاټو د زیرمه کولو  وړتیا لري.
په ټولیز ډول سره ددغو ولسوالیو کروندګر کولای شي، چې د پیازو له حاصل اخیستو څخه  وروسته  شاوخوا ۱۹۵۰ متریک ټنه پیاز په دغو سړو خونو کې  له ۵ نه تر ۶ میاشتو پورې زیرمه کړي.  همدا راز په دغو سړو خونو کې  به دکابل ولایت  ۶۰۰ کروندګر  د پیازو  د  کښت او ساتنې په برخه کې  په کار بوخت شي.
دکرنې وزارت په تيرو دوه نیمو کلونوکې  د هیواد په درېو ولایتونو کې  ۲۸۰۷  سړې خونې جوړې کړې دي او همدا راز یې په دغو ولایتونو کې  شاوخوا  ۱۲۳۰۰ د کرنیز تروج مامورینو ته د  پټاټو او پیازو د کښت، ساتنې او زیرمه کولو په برخه کې زده کړې ورکړې دي.  د یادونې وړ ده، چې هره انفرادي  سړه خونه  د څه دپاسه ۴۴۸۰۰۰ ، افغانیو په مالي ارزښت او هره کوپراتيفی سړه خونه د ۷۰۰ زره څخه د زیاتو افغانیو په مالي ارزښت د کرنې وزارت له خوا د پنځوس سلنې په بلا عوض برخې اخیستو سره جوړې  شوې دي.
د جوړو شیو  صفر انرژی سړو خونو له ګټې اخیستنې څخه وروسته به د لاسته راغلو تولیداتو د ضایعاتو  کچه، چې پخوا له دې ۴۰ سلنه وه  نو ددې سړو خونو څخه د ګتې اخیستنې په ترڅ کې به له ۲ څخه تر ۳ سلنې پورې  راکښته شي  اوکروندګربه و کولای شي، چې  په دغو سړو خونو کې  ساتل شوي پټاټې په تدریجي او په وخت سره بازار ته وړاندې کړي او  همدا راز په مارکیت کې به  ددې محصولاتو قیمت کنترول کړي.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته