کابل باختر دتلې دمياشتې ١٤ نيټه :
د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول،۴۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ . دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو له خوا دتوپچي او هوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، پروان، پکتیا، پکتیکا، غزني ،کندهار ، روزګان ، غور، بادغیس، بلخ ،جوزجان ، فاریاب ، کندز، بدخشان او دهلمند په ولایتونو کې تر سره شول له امله يې دکندز ولایت د دشت ارچي او امام صاحب په ولسوالۍ کې ۲۲تنه وسله وال ترهګر ووژل شول ، ۱۳ تنه ټپیان او د دښمن یو شمیر پټنځایونه له منځه وړل شوي ، د هلمند ولایت د ګرشک په ولسوالۍ کې ۱۰ تنه طالب تروریستان وژل شوي او د دښمن یو شمیر پټنځایونه هم ویجاړ کړ اى شوي دي ، د غزني ولایت د ګیرو او مرکز اړوند اسفند په سیمه کې ۷ تنه ترهګر ووژل شول او د پکتیا ولایت د احمد آباد او مرکز په اړوند سیمه کې ۴ تنه ترهګر ووژل شول او ۳ تنه نور ټپیان شول .
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ چاڼیز او ۱۹خاص کماندویي د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې ترسره شوي دي . د افغانستان هوایي ځواکونو۷۰ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او۲۶ هوایي ګوزارونه د دښمن په پټنځایونو شوي دي.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل