سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

ډار اچونه د ټولو ګډ دښمن دى؛ بايد په همغږۍ ورسره مبارزه وشي

کابل، د لېندۍ ٢٠مه، باختر

د اسلامي امارت امنيتي ځواکونه په هېواد کې د امنيت تامينولو ته ژمن دي، د امنيت او د خلکو د آرامۍ ګډوډونکي نه شي کولاى له امنیتي ځواکونو پټ پاتې شي.

د باختر آژانس مبصر ليکي: د اسلامي امارت د استخباراتو د عمومي رياست مؤظفين د نا امنۍ د عواملو پر وړاندې په غوڅه توګه عمل کوي او دغه شر اچوونکي نه شي کولاى د دغو ځواکونو له نظره پټ پاتې شي.

د اسلامي امارت د استخباراتو ځواکونو تېره اوونۍ  په دوو ګړنديو اقداماتو کې په کابل کې د پاکستان  پر سفارت د بريد عامل او يو بله پنځه کسيزه ډله چې په کابل کې د يوه ديني عالم په ترور کې یې لاس درلود، ونيوله.

دا په داسې حال کې ده، چې امنيتي ځواکونو څه موده وړاندې د کابل ښار د اتمې ناحيې د قلعچې په ساحه کې يو تروريستي مرکز دړې وړې کړ او يو شمېر ډار اچوونکي چې په يوه کور کې پټ شوي و، له منځه یوړل.

د اسلامي امارت وياند څرګنده کړه، هغه کسان چې په دغو عملياتو کې ووژل شول د وزير محمد اکبر خان پر جامع جومات، د کابل په دشت برچي کې د کاج پر روزنيز مرکز د برید او د ملکي خلکو پرخلاف په يو شمېر نور جنايتونو کې لاس درلود، چې د کشفي ځواکونو تر تعقيب لاندې وو.

د لړم په مياشت کې هم پنځه ډاراچوونکي د کابل په ۵۰۰ فاميلو ساحه کې د یو لړعملياتو په ترڅ کې ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د کابل او يو شمېر نورو ښارونو په ځينو سيمو کې امنيتي ځواکونو هغه کسان وځپل چې د حالاتو د ګډوډولو نيت يې درلود.

د امنيت د ګډوډونکو پر وړاندې د کشفي او امنيتي ځواکونو چټک اقدامات دغه مسله روښانه کوي، چې دغه ځواکونه د هېواد د دښمنانو پر وړاندې غوڅ عمل کوي او د امنيت ګډوډونکي  په هېڅ نامه نه زغمل کېږي.

په افغانستان کې د ډار اچوونکو ډلو فعاليتونه تصادفي نه دي بلکې؛ دغه شان عملونه  له هغو کړيو سره تړاو لري، چې له هېواده بهر فعال دي او غواړي په افغانستان امنيت کې نه وي چې د نورو پر وړاندې د ګواښ په توګه معرفي شي.

د افغانستان خلک په تېرو څه د پاسه ٤٠ کلونو کې تل  د پرديو د توطيو او مغرضانه پروګرامونه قرباني و او د نورو  د سياسي لوبو په مرکز بدل شوى و خو اوس هغه وخت تېر شوى او د اسلامي امارت ترسيوري لاندې خلک د امن په فضا کې د ژوند کولو وخت موندلى دى، چې د افغانستان د دښمنانو لپاره د زغم وړنه دى، د افغانستان دښمنانو له تروريستي ډلو څخه په استفادې سره هلې ځلې کوي څو په افغانستان کې امنيت ګډوډ وښيي.

هغو کسانو ته چې په وروستيو ورځو او مياشتو کې  په هېواد کې د امنيت ضد عملونو او جنايتونو لاس پورې کړى زياتره  د پرديو لاس پوڅي او آن بهرني اتباع دي، خو د امنيتي ځواکونو مېړانه او چټکو اقداماتو ثابته کړه، چې د جنايتکارانو او ډاراچوونکو د هر راز فعاليتونو مخه نيول شوې ده.

ذ\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا