ترینکوټ باختر دچنګاښ ۲۷ مه
د ملي امنیت مسوولین وايي د روزګان ولایت په ترینکوټ ښار کې يې د وسله والو طالبانو د ماین جوړونې يو مرکز کشف کړی دی.
د روزګان د ملي امنیت د ادارې مسوول عبدالصمد شمس تېرماښام د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې؛ په دغه مرکز کې لسګونه ماینونه اود ماین جوړلو توکي کشف شوي دي.
هغه زیاتوي چې د دغو توکو په تور څوک نه دی نیول شوی خو د دوی پلټنې دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې امنیتي مسوولینو ویلي وو چې په عملیاتو
کې د پرمختګ نه لامل د طالبانو له لوري په سیمه کې ښخ کړى شوي ماینونه
دي.پای/وصال