نړۍ

دچين حکومت دهند او پاکستان دزغم غوښتنه وکړه .

بيجينګ  باختر د تلې لومړي:
دچين دبهرنيو چارو وزارت ديوې وينا په خپرولو سره دکشمير دبدلونونو په باره کې خپله انديښنه څرګنده کړه او دهند او پاکستان له حکومتونو څخه يې وغوښتل چې په دې سيمه کې  دبدلونونو په دليل ددواړو هېوادونو دپوځي تاوتريخوالي سختوالي ته په پاملرنې سره له زغم څخه کار واخلي .
دخبري منابعو دخبر له مخې ،  دغه غوښتنه په داسې حال کې طرحه کيږي چې دکشمير په سيمه کې دهند په يوې پوځي اډې بريد داتلسو تنو دوژل کيدو او دديرشو تنو نورو دټپي کيدو سبب شو .
هندوستان له دغې پيښې  وروسته چې دتيرې يکشنبې په ورځ رامنځته شوه اعلام وکړ چې پاکستان ددغه بريد ملاتړ کوي  هغه ادعاچې پاکستان په بشپړه توګه رد کړې ده .
دچين دبهرنيو چارو وزارت په وينا کې ويل شوي دي چې په سيمه کې  وروستۍ پيښې ډيرې انديښمنې دي او چين دهند او پاکستان ترمنځ اړيکو کې دخړپړتيا له امله خوښ نه دى .
په دې وينا کې  دغه راز په هر نامه او دهر هېواد له خواچې وي له تروريستي اقدام اوبريد سره دچين په مخالفت باندې ټينګار شوى دى او زياته شوې ده  چې چين به دتروريزم  دجرړو دايستلو لپاره نړيواله همکاري زياته کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته