کابل باختر د تلې پنځمه :
د کاپيسا ولايت پوليسو پرون يو ماهر ماين ښخوونکى ونيوه .
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني باختر آژانس ته وويل: نيول شوى سړى چې له پخوا څخه د پوليسو تر تعقيب لاندې و او دطالبانويو ماهر او حرفوي ماين ښخوونکى دى؛ پرون ونيول شو .
د اميني د څرګندونوله مخې: دغه سړى په هغه چاودنه کې چې څه موده مخکې د کورنيو چارو وزارت د ثبات د ټينګښت د رييس جنرال حکيم نجرابي د سپرلۍ په کاروان شوې وه، هم لاس درلود .
د يادونې وړ ده چې څه موده مخکې د جنرال نجرابي دسپرلۍ دموټرو په کاروان د نجراب په مربوطاتو کې د يوه جومات د پرانستلو له مراسمو څخه د راستنيدو په وخت کې دماين چاودنه وشوه چې له امله يې څلور تنه شهيدان او شپږ تنه نور ټپيان شول .
2 1 دقیقه لوستل