امنیت

په هلمند کې دنويو نښتو له امله داوو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

-کابل باختر د  سلواغې  نولسمه :
٧ تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .  دغه جګړه تيره شپه لښکرګاه ښار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې پوځيانو دوسله والو طالبانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه  جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې  ٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان دهلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار او دګرشک او سنګين په ولسواليو کې  دطالبانو دجنګي وسايلو ددريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دهلمند ولايت يو امنيتي مقام وايي چې په دغو ډيپوګانو کې يوه اندازه سپک او درانده  جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
   په خبر کې  ويل شوي دي چې پوځيانو په هلمند کې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره  دطالبانو طرحه شنډه کړې ده .
امنيتي مامورانو نن سهار دلښکرګاه ښار او دهلمند ولايت دسنګين او ګرشک دولسواليو په مربوطاتو کې شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې دغه ماينونه دوسله والو طالبانو له خوا په ګن ميشتو لارو کې ځاى پرځاى کړى شوي و .   ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته