ښوونه او روزنه

له پنځوکلونو وروسته په قندهارکې د زده کوونکو پرمخ د دوو ښوونځيو بيا پرانستل

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه :
په قندهار ولايت کې دوه ښوونځي چې په څو وروستيوکلونوکې د وسله والو طالبانو د ګواښ او نا امنيو د شتون په دليل تړل شوي و؛ د زده کوونکو پرمخ بيا پرانستل شول.
دپنجوايي ولسوالۍ دکوشکک او تلکان په سيموکې د دغو ښوونځيو په بيا پرانستلو سره د نجونو او هلکانو په ګډون څه ناڅه زرو تنو زده کوونکو د زده کړې د دوام فرصت ترلاسه کړ .
دقندهارولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې يوه سيمه ئيز مسوول باخترآژانس ته وويل چې دغه ښوونځي د زده کوونکو دکورنيو په غوښتنه او د قندهار ولايت دپوهنې دمسوولينو په هلوځلو سره دسيمې دمشرانوله ملاتړ وروسته بيا پرانستل شوي دي .
ده تاييدکړه چې دغه دوه ښوونځي د وسله والو طالبانو ډلې دګواښ او په پنجوايي  ولسوالۍ کې دناامنيو دشتون په دليل له پنځوکلونو راپديخوا د زده کوونکو پرمخ تړل شوي و .
همدا اوس څه ناڅه زر تنه نجونې اوهلکان په دغو دوو ښوونځيوکې زده کړه کوي .
ددغو زده کوونکو کورنۍ وايي چې زياتره  دغه ماشومان او تنکي ځوانان دامنيت د نشتوالى او د دوى داستوګنې له سيمو څخه  دنورو ښوونځيو دلرې والي په دليل د زده کړې له دوام څخه بې برخې شوي وو.
تراوسه پورې په افغانستان کې په سلګونو ښوونځي د پوهنې وزارت د مقاماتو او د سيمې دمشرانو په هلوځلو سره د زده کوونکو پرمخ پرانستل شوي دي.
خو د ترلاسه شويو شميرنو له مخې: لاتراوسه پورې هم د افغانستان په بېلابېلو سيموکې څه ناڅه درې سوه ښوونځي دطالبانو دډلې دګواښ او دنا امنيو دشتون له امله د زرګونو تنو زده کوونکو پرمخ تړلي دي.
دپوهنې وزارت مقامات وايي: هلې ځلې کوي چې دغه ښوونځي هم له قومي مشرانو او مخورو سره د خبرو له لارې بيا د زده کوونکو پرمخ پرانيزي. زياتره تړل شوي ښوونځي د نجونو دي.
طالبان ښوونځي ته د نجونو ورتګ  داسلامي شريعت پرخلاف بولي. که څه هم د دين عالمان د هغوى ددغه اقدام په غبرګون کې وايي چې د اسلام دمبين دين له لارښوونې سره سم دعلم زده کړه په ښځې او نارينه فرض دى. خو وسله والو طالبانو د دوى د رژيم له راپرځيدو څخه تراوسه پورې په ګواښ د شب نامو په خپرولو، د ښوونکو او زده کوونکو په ترور او دهغوى په مخونو دتيزابو په شيندلو او ښوونځيو ته په اور اچولو سره ښودلې ده چې دپوهنې او دافغانستان دترقۍ لپاره ډير ستر ګواښ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته