امنیت

په پوځي عملياتو کې دوه تنه طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر دتلي ديرشمه :
په ننګرهار ولايت کې  تيره شپه دپوځي عملياتو له امله دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
دغه عمليات د تورخم په  لويه لاره  کې  دبټې کوټ په ولسوالۍ کې دجګړه مارانو په پټنځاى کې ترسره شو چې له امله يې څه ناڅه لس تنه نور وسله وال طالبان نيول شوي دي .
دغه عمليات  داميرخان په نامه  دطالبانو ديوسيمه ييزقوماندان په پټنځاى دافغان خاصو ځواکونو له خواتر سره شوي  و .
  دننګرهار دوالي ويندوى احمد ضياعبدالزي  په جلال آباد  کې دباخترآژانس له خبريال ګلستان غالب سره دخبرو په ترڅ کې د څلورو تنو مرګ ژوبله تاييد کړه او ويې ويل چې دافغان خاصو ځواکونو په دغو عملياتو کې څو تنه دطالبانو له ډلي سره دغړيتوب په  تور له ځانه سره بيولي دي .
يو سيمه ييز مسوول  په بټې کوټ ولسوالۍ کې وايي  چې ددغو عملياتو په پاى کې لس تنه وسله وال طالبان دافغان دخاصو ځواکونو له خوا نيول شوي دي .
تراوسه پورې څو پوځي عمليات ددغولسوالۍ په برخوکې ترسره شوي دي خوتراوسه پوري هم دغه سيمه په خاصه توګه د تورخم  لويه لاره  دتروريستي خونړيو بريدونو ښکارندوى ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته