امنیت

له بغلان څخه په بشپړه توګه دامريکايي ځواکونو وتل

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ١٨ :
امريکايي ځواکونه پرون ناوخته  دبغلان  له ولايت څخه ووتل.
په بشپړه توګه دبغلان له ولايت څخه دبهرنيو ځواکونو په وتلو سره  ددغه ولايت  امنيتي مسووليتونه  افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل شول.
په بغلان ولايت کې  دسوق او همغږۍ قوماندان بريد جنرال عطايي دباخترآژانس خبريال ته وويل :  سل تنه امريکايي ځواکونه  چې دايساف په  چوکاټ کې دکيله ګي  په دښته کې ديره وو ،  په خپلو پښو دافغان امنيتي ځواکونو په دريدو سره  ټول امنيتي مسووليتونه  افغان  ځواکونو ته وسپارل شول  او دايساف  ټول ځواکونه دبغلان له ولايت څخه ووتل.
دکيله ګي په دښته کې  دميشتو امريکايي ځواکونو قوماندان  دايساف دځواکونو دبشپړ وتلو  دتائيدولو په ترڅ کې زياته کړه :  چې  په څه دپاسه  دوو  کلونو کې  امريکايي ځواکونه دکيله ګي په دښته کې  دپوځي  وسايطو او تجهيزاتو  او دمخابراتي وسايلو په ترميمولو  ، دځواکونو په ښوونه او روزنه او په هوايي برخه کې دمرستې په لاره کې په خدمت بوخت وو.
دکيله ګي ددښتې په ساحه کې دملي اردو   دکنډک  قوماندان ډګرمن ضياوالدين وايي چې اوس  افغان امنيتي ځواکونه   په  امنيتي چارو کې پوره ځواکمني لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته