امنیت

په غور کې دشخصي دښمنۍ له امله درې تنه ووژل شول .

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٥
په غور ولايت کې درې تنه دشخصي دښمنۍ  له امله ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر غلام نبى همدردباخترآژانس ته وويل :  دغه پيښه پرون مازيګر دغور ولايت دتولک ولسوالۍ دخاکچه  په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې  د زي افغان دقوم يو شمير خلکو د شخصي دښمنۍ له امله له يوبل سره نښته  وکړه .
ده وويل :  په دې نښته کې له  دواړو لورو  څخه درې تنه  ووژل شول او دوه  تنه نوريې ټپيان شول.
دامنيت دآمر دڅرګندونو له مخې  :  دغه نښته ددغو کسانو ترمنځ دخپل منځي دښمنۍ زيږنده وه چې اوس دپوليسو په مداخلې نښته پاى ته رسيدلې ده او حالت عادي شوى دى.
دامنيت آمر ددغې پيښې علت په غور ولايت کې دغير مسولو وسله والو افرادو شتون  وباله .
ديوبل خبر له مخې  :  په نيمروز ولايت کې تيره شپه د دوو قومونو ترمنځ دنښتې
له امله شپږ تنه ووژل شول .
دنيمروز والى په محمد عرب باختر آژانس ته وويل  :   دزرنج ښارته څيرمه  د دوو قومونو ترمنځ دنښتې له امله چې له زياتې مودې څخه له يوبل سره مخالفت  لري
له دواړو لورو څخه شپږ  تنه ووژل شول او يو تن ټپي شو.
خبرځاى زياته کړه  دټپي  حالت  خراب بلل شوى دى او دپيښې عاملين له سيمې څخه تښتيدلي دي او پوليسو دهغوي دنيولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته