کابل/ د چنګاښ ۲۳مه/ باختر
د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان او جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ امنیتي غونډې د هیواد عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه.
په دغه غونډه کې چې نن مازدیګر په ارګ کې وشوه او د جمهوري ریاست دواړو مرستیالانو هم حضور درلود، په پیل کې د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت د ښه والي او د دښمن د توطئو لمنځه وړلو په اړه د تیاري راپورونه او پلانونه شریک کړل.
د هیواد جمهوررئیس د هغوی د راپورونو او پلانونو تر اورېدو وروسته، په ولایتونو کې د امنیتي وضعیت د ښه والي او د دښمن د شومو پلانونو د دفعه کولو او لمنځه وړلو په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.