سیاست

ډاکترکمال سادات د هېواد له لومړۍ ميرمنې سره په هېوادکې د ځوانانو د حالت په اړوند خبرې وکړې

کابل باختر د لړم  يوولسمه :
  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکترکمال سادات پرون د هېواد له لومړۍ ميرمنې سره په کتنه کې د ځوانانو د حالت په باب خبرې وکړې .
دباختر آژانس د خبر له مخې:
په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او د ځوانانومعين په تېر يونيم کال کې د ځوانانو د چارو د معينيت د کړو وړو د ځوانانو په وړاندې د دغه معينيت دپروګرامونو، د ځوانانو د لارې پرسر د پرتو ستونزو او په هېوادکې د ځوانانو د حالت په اړوند معلومات ورکړل.
  ډاکترکمال سادات زياته کړه چې له نورو اړوندو ارګانونوسره په همکارۍ د ځوانانو د چارو معينيت ځوانانو ته د تحصيل، حرفوي  زده کړو، کوچنيو  پورونو، روغتيايي خدمتونو او د کار زمينې  برابرې کړې دي.
دغه  راز ده په بېلابېلو برخوکې ځوانانو ته د روزنيزو ورکشاپونو او د ځوانانو  د پارلمان د جوړولو او په دې باب چې ټاکل شوې ده د ځوانانو د سارک غونډه چې اته هېوادونه يې غړيتوب لري؛ په را روان پسرلى کې په افغانستان کې جوړه شي؛ د هېواد لومړۍ ميرمنې ته رپوټ ورکړ.
په دې کتنه کې د هېواد لومړۍ ميرمنې ځوانان پياوړى ځواک او د هېواد د راتلوونکي جوړونکي وبلل او د دې ترڅنګ يې د ځوانانو د چارو د معينيت کړه وړه وستايل او څرګنده يې کړه چې دغه ټول کارونه هېواد ته کافي نه دي، بلکې ځوانان زياتې پاملرنې ته اړتيا لري. په تېره بيا په بېلابېلو څانګوکې په روزنيزو، ښوونې او روزنې او د لوړو زده کړو په برخوکې دغه راز د هېواد لومړۍ ميرمنې د ټولنې په بېلابېلو چاروکې د ښځو او نجونو رول ارزښتناک وباله او د نجونو د ظرفيت د لوړولو په اړوند يې د ځوانانو پاملرنه هم واړوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته