ورزش

د بايسکل ځغلونې ټيم د پاکستان سياليو ته چمتو کيږي

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢
د هلکانو د بايسکل ځغلونې د ملي ټيم غړي بل سبا د ننګرهار ولايت ته ځي.
د دغو ورزشکارانو د سفر موخه د پاکستان سياليوته د ډيرو غوره څيرو د انتخابولو لپاره د آزمايښتي لوبو ترسره کول بلل شوي دي.
د اولمپيک د ملي ګېټې د بايسکل ځغلونې فدراسيون رييس محمد صادق صادقي نن د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې سفرکې د کابل، بلخ ، زابل، پروان او د بغلان د ولايتونو ورزشکاران شامل دي چې له دوو پړاوونو سياليو وروسته له دوى څخه شپږ غوره څيرې د پاکستان سياليو ته چې تر شل ورځې وروسته د پاکستان په لاهور ښارکې ترسره کيږي؛ انتخابيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته