کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٧
يو شمير وسله والو مخالفينو ته دملي اردو دمنسوبنيو د چاڼيزو عملياتو په بهير کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دملي اردو منسوبينو دغزني ولايت د مقر ولسوالۍ په مربوطاتوکې يولړتصفيوي عمليات ترسره کړل چې په بهير کې يې يو شمير وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښټې ده .
دغه راز دبادغيس ولايت دبالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې هم يو شمير وسله وال مخالفينوته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د يوبل خبرله مخې : دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځانګړو ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې يو وسله وال مخالف ونيول شو او يو لپ ټاپ کمپيوټر ، يوولس موبايلونه او اووه سيمکارتونه هم ترلاسه شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل