امنیت

د هېواد په ختیځ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې

کابل باختر د غبرګولي ۲۵ مه
په کونړ ولایت کې د افغان ځواکونو له لورې د پیل شویو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه وسله وال طالبان سخت ټپيان شوي دي.
له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې افغان ځواکونو له تېرو دوو ورځو راهیسې د کونړ په اسمار، غازي آباد او د ناړۍ ولسوالیو په مربوطاتو کې چاڼیز عملیات پیل کړي.
خبرپاڼه زیاتوي د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې د تېرو څلرویشتو ساعتو په اوږدو کې دوه تنه وسله وال طالبان سخت ټپيان شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، افغان ځواکونو د ننګرهار د خوږیاڼیو، مومند درې او د لغمان ولایت د الینګار او الیشنګ ولسواليو په مربوطاتو کې څلور مانیونه کشف او شنډ کړی دي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته