نړۍ

دسعودي عربستان باچا ددغه هيواد دکورنيو چارووزير ګوښه کړ

رياض باختر  دلړم  شپاړسمه
دسعودي عربستان باچا ملک عبدالله پرون ديو اقدام په ترڅ کې ددغه هيواد دکورنيو چارو وزير شهزاده احمد بن عبدالعزيز له دندې څخه ګوښه کړ او ددغه وزارت مرستيال شهزاده محمد بن نايف يې په دې دندې وټاکه .  باختر اژانس دفرانسې دخبري اژانس له خولې خبر راکړ شهزاده ملک عبدالله خپل ورور په خپله دده په غوښتنه ګوښه کړى دى .
دسعودي عربستان دکورنيو چارو نوى وزير شهزاده محمد بن  نايف دالقاعده پرخلاف دسخت چلند رهبري په غاړه لرله او له هغه  ځانمرګي بمي بريد څخه روغ رمټ پاتې شو چې مسووليت يې په القاعده پورې اړوندو ډلو په غاړه لرله .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته