ټولنه

په فارياب کې څه د پاسه دوسوه ښوونځي ودانۍ نلري

کابل باختر دثور دمياشتې ٣
په فارياب ولايت کې دوه سوه درې پنځوس ښوونځى ودانۍ نلري.
د فارياب ولايت د پو هنې رييس غلام سخي بيان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغه ولايت په کچه ٥٤٩ ښوونځي شتون لري چې له دې جملې څخه ٢٨٤ ښوونځي ودانۍ لري و ٢٥٣ نوريې ودانۍ نلري.
ده زياته کړه: په فارياب ولايت کې څه نا څه سل زره زده کوونکي نجونې او هلکان په زده کړې بوخت دي چې د ٦٦٠٩ تنه ښوونکو له خوا لوست ورکول کيږي.
د ميمنې ښار يو ښوونکى د باختر آژانس خبريال ته وويل : په دغه ولايت کې د زده کوونکو د زده کړې او روزنې د لارې پر سر لويه ستونزه ودانۍ او د درسي خونو نشتوالى دي چې زياتره زده کوونکي په خيمې او کرايي کورونوکې زده کړه کوي .
د فارياب ولايت د پوهنې د رييس د څرګندونو له مخې: د ښوونځيو او مسلکي ښوونکو د نشتوالي په ستونزو سربېره نور چلندونه د دغه ولايت د پوهنې د لارې پر سر خنډ دى چه بايد ورته پاملرنه وشي .
ده د پوهنې وزارت له مقاماتو څخه وغوښتل چې ددغه ولايت د پوهنې حالت ته زياته پاملرنه وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته