امنیت

په نيمروزکې په بمونو بار يو موټرکشف شو

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢١
د نيمروز پوليسو په يوه موټر بارشوي بمونه کشف او شنډ کړل.
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد حسين هاشمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دملي امنيت د رياست د اوپراتيفي عملياتو په بهيرکې په چاوديدونکو توکو بار يو کرولا موټر چې د دلارام له ولسوالۍ څخه د زرنج ښارته روان و ؛ د دغې ولسوالۍ په لخشک سيمه کې کشف کړ.
هاشمي زياته کړه: په موټرکې بار شوي چاوديدونکي توکي د انجنيرى ټيم له خوا شڼد کړى شول او د موټر چلوونکى د ملي امنيت د ځواکونو له خوا نيول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته