دبهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول دقزاقستان په استانه ښار کې دتماس د نړيوالې ډلې په غونډه کې وويل: د افغا نستان خلک له جګړې څخه ستړى شوي دي
دباختر داطلاعا تي اژانس دخبر له مخې : په دې غونډه کې دبن ددويم کنفرانس په باب خبرې وشوې
د هيواد دبهرنيو چارو وزير په خپلې پرانيستونکي وينا کې دسولې اود افغانستان د اسلا مي جمهوريت دهغو برياليتوبو نو په لاره کې چې په تيرو لسو کلو نو کې ترلاسه شوي دي ، د افغانستان ددولت دهلو ځلو يادونه وکړه او زيا ته يې کړه : لا تراوسه پوري دترورستانو دروزنې مرکزونه اود امن پټنځايونه فعال دى اودامساله نه يواځې د افغانستان لپاره ګواښ دى بلکې سيمه يي له ګواښ سره مخامخ کړى ده
دغه راز د هيواد دبهرنيو چارو وزير ټينګار وکړ: دبنسټپالنې او تروريزم جرړې له افغانستان څخه بهر دي
دغه راز ډاکتر زلمي رسول زيا ته کړه : د افغانستان دسو لې د عا لى شورا رئيس استاد برهان الدين رباني له ترور سره سره د افغانستان دلانجې دسياسي حل لپاره هلې ځلې دوام لري .
دبن کنفرانس په اړوند دهلوځلو په مناسبت دستيفن ديمستورا ، د جرمني دبهرنيو چارو د وزير اود قزاقستان ددولت دهلو ځلو له ا مله مننه و کړه