اقتصاد

ننګرهار د يوه نړيوال هوايي ډګر په درشل کې

جلال آباد باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٧ :
په ننګرهار ولايت کې د يوه ملکي هوايي ډګر د جوړولو لپاره هڅه او هاند دوام لري.
ټاکل شوې ده دغه هوايي ډګر له نړيوالو معيارونو سره سم  د ننګرهار ولايت د مرکز جلال آباد ښار ته څېرمه جوړ شي.
ننګرهار اوس  يو کوچنى او غيرمعياري هوايي ډګر لري چې له هغه څخه د پوځي الوتکو د الوتنې او ناستې لپاره کار اخيستل کيږي.
له بلې خوا هم يوه امريکايي پوځي ټولګي او د افغان پوځيانو څو ټولګي په دې ډګرکې ځاى پرځاى  دي.
ټاکل شوې ده نوى هوايي ډګر جلال آباد ښار ته څېرمه په يوه پراخه ساحه کې جوړ شي.
د استازو مجلس د مالي او بودجې د کميسيون مسوول اميرخان يار وايي چې د روان کال په بودجه کې د دغه نړيوال هوايي ډګر د جوړ ولو لپاره  ١٥ ميليونه ډالره بيل کړى شوي دي .
په همدې حال کې د کرنې او اوبو لګولو وزير اسدالله ضمير د ننګرهار ولايت له  مقاماتو سره په کتنه کې ويلي دي چې ددغه ډګر د جوړولو لپاره د ننګرهار کانال په ساحه کې ځمکه بېله شوې ده .
په همدې حال کې د ننګرهار والي ګلاب منګل وايي چې دترانسپورت او د ملکي هوايي چلند وزارت په تخنيکي همکارۍ سره په دغه ختيځ ولايت کې د نړيوال هوايي ډګر د جوړولو د پروژې د عملي کولو په باب کار پيل شوى دى.
ده وويل چې د دغه  هوايي ډګر د جوړولو عملي کار به په راتلوونکو څومياشتو  کې پيل شي .
له بلې خوا هم د ننګرهاردسوداګرۍ د خونو مسوولينو د دغه ملکي نړيوال هوايي ډګر جوړول او نړيوالو بازارونو ته د ننګرهاري کروندو د کرنيزو محصولاتو په زياتوالي او د دغه ولايت په اقتصادي غوړيدنه کې ارزښتناک وبلل.
دې ته په پاملرنې سره چې د هېواد په ختيځ کې د لغمان، کونړ، نورستان او د ننګرهار ولايتونو هيڅ يو نړ يوال ملکي هوايي ډګر نلري  .
د دغه ډګر جوړول کيداى شي ختيځو ولايتونو او د افغانستان نورو سيمو او بهرنيو هېوادونو ته د مسافرانو تګ راتګ آسانه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته