تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کانونو ستونزه او د بېړنیو اقداماتو اړتیا

کابل/ د غبرګولي ۱۳مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ پرون د هېواد د کانونو د امنیت په اړه یوه غونډه جوړه شوه. که څه هم په دې غونډه کې بحث د هلمند رخام کان د کارونو د پرمختګ په اړه و؛ خو په ټوله کې د هېواد د کانونو په اړه خبرې وشوې او جمهوررییس د کانونو د راایستلو پر ګړندي کولو تینګار وکړو.
د باخترآژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
کانونه د هېواد ستره ملي شتمني ده. کله چې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ او همدارنګه د افغانستان د شتمنیو په اړه خبرې کېږي؛ نو ټول، کانونه د دغه راز پرمختګ لپاره د افغانستان د ظرفیتونو او امکاناتو په سر کې راولي. په رښتیا هم افغانستان د کانونو پرېمانه زېرمې لري. د سروزرو په ګډون له ډېرو نادرو او قیمتي فلزاتو نیولې بیا تر ډبرو سکرو او شوکاڼي پورې – ډول ډول کانونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې شته. د امریکا د ناسا ادارې د رپوټ له مخې د دغو کانونو ارزښت ملیاردونو ډالرو ته رسېږي.
اصلي خبره دا ده چې موږ له بده مرغه تر اوسه د هېواد له کانونو ګټه نه ده اخیستې. زموږ سیاستوال تل پر کانونو د ویاړ شعار ورکوي او د ویاړ خبره هم ده؛ خو هغه وخت به کله رارسېږي چې موږ له دغو خدای راکړیو شتمنیو د خپل هېواد او بېوزلي ولس د پرمختګ، سوکالۍ او نېکمرغۍ لپاره ګټه واخلو؟ تر اوسه په دې اړه د رڼا کوم څرک نه ښکاري. حالت هم داسې راغلی دی چې یو شمېر کانونه د وسله والو مخالفانو په کنترول کې دي او هغوی ترې ګټه پورته کوي. په رسنیو او همدارنګه د څېړنیزو مرکزونو په رپوټونو کې تل ویل شوي دي چې د وسله والو مخالفانو یوه عایداتي سرچینه د افغانستان کانونه دي. پر دې سربېره دغه کانونه په غیر فنی اوغیر مسلکی توګه راایستل کېږي او له دې امله ډېر ضایعات لري. دغو کانونو یو ډول تورغیر قانوني اقتصاد رامنځ ته کړي دی او د کانونو مافیا په کې ښکیله ده. دا هم ویل کېږي چې په ګڼو سیمو کې د جګړو د دوام یو سترلامل پر دغو کانونو د کنترول او مالکیت ټینګول دي. هره جګړه ماره ډله او هره مافیایي کړۍ کوښښ کوي چې دغه یا هغه کان تر خپلې ولکې لاندې وساتي او ګټه ترې واخلي.
څوځلې دا خبره تکرار شوې چې د ټولو هغو زوراکو چې د کانونو مافیا ملاتړکوي، نومونه به ډاګیزشي؛ خو له بده مرغه دا کار لا تر اوسه نه دی شوی. هغوی چې د کانونو په غیرقانوني راایستنه کې لاس لري، ځانونه یو ډول خوندي احساسوي، ویره او ډار نه لري او خپلو غیرقانوني کړنو ته دوام ورکوي.
په تېروشلوکلونو کې یوازې د لوګرعینکو مسو کان قرارداد له چیني کمپنۍ سره لاسلیک شو او تمه دا وه چې د دغه کان له درکه به افغانستان پيسې وګټي او هغه پیسې به د اقتصادي پرمختګ لپاره وکاروي؛ خو له بده مرغه دا کار ونه شو. هلته ګڼې ستونزې راپيدا شوې. یوه ستونزه یې دا ده چې هلته هم د مسو کان دی اوهم یو ستر تاریخي ښارګوټی له ګڼو تاریخي اثارو سره. که مس راایستل کېږي؛ نو تاریخي آثار زیان مومي او د دې لپاره چې تاریخي اثار زیانمن نه شي، باید مس راو نه ایستل شی اویا په داسې طریقه راوایستل شي چې تاریخي آثارو ته په کې زیان ونه رسېږي. دا ستونزه لا نه ده حل شوې.
په هر حال موږ د کانونو په اړه یوې هراړخیزې، علمي اوعملي ستراتېژۍ ته اړتیا لرو. دغه راز ستراتېژي لا نشته. څه چې ویل کېږي، مناسبتي، تصادفي او کلي خبري دي چې کوم ځای نه نیسي. د کانونو په اړه د جمهوررییس محمد اشرف غني لیدلوری ښه روښانه دی. د دغه لیدلوري په رڼا کې دې د افغانستان د کانونو ستراتېژي جوړه شي او بیا دې د دغې ستراتېژۍ د عملي کولو لپاره پلان برابر او پلی کړای شي.
ختم-ن-ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته