فرهنګ

ډاکتر کمال سادات : درسنيو کارکوونکي دخلکو او ټولنې سترګې او څراخ دي .

کابل باختر د مرغومي پنځه ويشتمه :
دافغانستان دژورناليستانو فدراسيون  يو شمير استازو  نن  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  له سرپرست ډاکتر کمال سادات سره په کتنه کې  درسنيو  په عالي شورا کې ددغه مرکز داستازې  دشتون غوښتنه وکړه .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،  دکتنې په پيل کې  دافغانستان  د ژورناليستانو  دفدراسيون  مسوولينو  فهيم دشتي او ضيا بوميا  خبرې وکړې او ويې ويل  دغه فدراسيون  د اوولسو ژورنالستيکي مرکزونو څخه جوړ شوى دى .  او دغه مرکز د دې غوښتنه کوي  نور مرکزونه چې په دې برخه کې کار کوي  له دغه فدراسيون سره  يو ځاى شي .  او دازادو انتخاباتو له لارې دې  خپله استازى  درسنيو  عالي شورا ته معرفي کړي .  هغوى دغه راز  له هغه صندوق سره  چې  دجمهوري رياست د  دويم مرستيال  له خوا يې  مديريت کيږي  دژورناليستانو د ملاتړ  له صندوق سره  ديو ځاى کيدو  غوښتنه وکړه  وروسته  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  ډاکتر کمال سادات خبرې وکړې او ويې ويل  چې درسنيو کارکوونکي  دخلکو او ټولنې سترګې دي . او هغوى  په اوسنيو سختو شرايطو کې ستر رسالت لري . 
ده دغه راز وويل  چې درسنيو دمرکزونو ترمنځ  د همغږي  درامنځته کولو په مقصد  درسنيو دکارکوونکو له تجربو څخه استفاده  دکار  په لارښود کې دى  .
  او دهغه له مخې  درسنيو کارکوونکو ته په هېواد اوبهر کې  دزده کړې  فرصتونه  برابريږي .
   ده وويل  د  رسنيو  دعالي شورا غړي  يوازې  په مرکز  تمرکز و نه لري  درسنيو کورنۍ په ستر افغانستان کې او بايد ولايتونو ته سفر وکړي . او درسنيو  دکارکوونکو ستونزې په ولايتونوکې  مشخصې کړي . تر څو وڅيړل شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته