امنیت

په بدخشان کې دولسي تړون پروګرام پيليږي

کابل باختر د ثور ٢٦:
دولسي تړون  پروګرام نن دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت له خوا دبدخشان خلکو ته معرفي شو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په هغې غونډه کې چې له همدې امله  دبدخشان ولايت په تالار کې جوړه شوې وه، دبدخشان والي فيصل بيکزاد خبرې وکړې او ويې ويل هغه هدفونه چې نړيوالې ټولنې او دملي وحدت حکومت دافغانستان خلکو ته لرل د ملي پيوستون دپروګرام له پاى ته رسيدو وروسته بدلونونه  رامنځته کړل او دولسي تړون پروګرام چې يو هراړخيز پروګرام دى په ولسواليو کې ترلاس لاندې ونيول چې له نيکه مرغه  بدخشان هم په دغه پروګرام کې  شامل دى او دبدخشان ولايت اته ولسوالۍ په دغه پروګرام کې شامل دى او په راتلونکو دريو کلنو کې په دريو پړاونوکې بدخشان هم تر پوښښ لاندې نيسي او دغه پروګرام په لومړى ګام کې  هغو ولسواليو ته چې ډير مستحق اوبې برخې ولسوالۍ دي  په پام کې نيول شوي دي .
  دبدخشان والي زياته کړه دولسي تړون کارکوونکي دې بايد ډير ژر په تطبيقولو  کې عدالت په پام کې ونيسي او هغو پروژو ته لومړيتوب ورکړي  چې په کليو کې ورته ډيره اړتيا ده .
دولسي تړون دپروګرام مسئول  انجنير عبدالولي څرګنده کړه دبدخشان ولايت دياوان ،  شهر بزرګ  ، فيض اباد ، درايم ، تشکان ،  کران او منجان ، اشکاشم او واخان په ګډون اته ولسوالۍ  دولسي تړون دپروګرام  ترپوښښ لاندې دي  . موږ اوس دپرسونل داستخدامولو بهير پيل کړى دى او په دغو ولسواليو کې مو خپل ساحوي دفترونه پرانستي  دي انشا الله چې دراتلونکي يوې مياشتې په بهير کې به په دغو ولسواليو کې د ولس تړون دپروګرام کارونه پيل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته