امنیت

پوليسو يو قاچاق وړونکى له پنځه اوياکيلوګرامو اپينو سره ونيوه

کابل باختر دوږي اوولسمه : په غور ولايت کې پرون د پنځه اويا کيلوګرامو، د نشه يي توکو د قاچاقو مخه ونيول شوه. دعامه نظم د پوليسو دکنډک قوماندان سمونمل محمود اندرابي باخترآژانس ته وويل: قاچاق وړونکو نيت درلود چې يوه اندازه نشه يي توکي دچغچران ښار په لويديځ کې د آهنګرانو له سيمې څخه له غور ولايت څخه بهر ته وليږدوي چې په لاره کې دعامه نظم دپوليسو دسرتيرو له کمين سره مخامخ شول. د اندرابي دڅرګندونو له مخې: په دې درې ساعته نښته کې يو قاچاق وړونکى له پنځو اويا کيلوګرامو اپينوسره د پوليسو له خوا ونيول شو او نور قاچاق وړونکو له سيمې څخه په تيښتې بريالي شوي دي. ويل کيږي، په دغو نښتوکې دعامه نظم دپوليسو سرتيرو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته