سیاست

دايران جمهور رييس ډاکتر احمدي نژاد فاطمې ګيلاني ته دسولې او دوستي مډال ورکړ

کابل باختر دمرغومي دويمه
  دايران دجمهور رييس ډاکتر احمدي نژاد له خوا دافغاني سرې مياشتې دټولنې رييسې فاطمې ګيلاني ته دسولې او دوستي مډال ورکړي شو .
دافغاني سرې مياشتې دټولنې رييسه  فاطمه ګيلاني چې دايران دهلال احمر په بلنه ددغه هيواد دملي ټولنې دجوړيدو په نوى يمه کاليزه کې دګډون په خاطر ديو هيئت په ملګرتيا دايران اسلامي جمهوريت ته تللې وه دهلا احمر په ستره غونډه کې چې په تهران ښار کې دمشرانو په تالار کې جوړه شوې وه دافغاني سرې مياشتې دټولنې لوى رييسې ميرمن فاطمې ګيلاني دايران داسلامي جمهوريت له  جمهور رييس ډاکتر احمد نژاد څخه دسولې او دوستي مډال ترلاسه کړ . دغه مډال دبشر دوستانه چارو داجرا کولو او دافغاني سرې مياشتې په ټولنه کې دبي غرضو هلوځلو په لاره کې دهلال احمر دغوره خدمتونو ددرناوي په لاره کې ورکړي شو .
له فاطمې ګيلاني سره په دې سفر کې دافغاني سرې مياشتي دټولنې درهبري بورد غړي او دولسي جرګي دشهيدانو اومعلولينودچارو دکميسيون رييس سيد حسين عالمي بلخي ، دافغاني سرې مياشتې درهبري بورد غړي محمد قاسم هاشمزي اودملي ټولنې دمرکزي دفتر هيئت ملګرتيا کوله .
دايران دهلال احمر ډير عالي مډال دسولې او دوستي جايزه له هرو لسو کلونو وروسته هغو شخصيتونو ته ورکول کېږي چې په بشر دوستانه چارو کې يې زيات فعاليتونه کړي دي .
ميرمن ګيلاني دايران داسلامي جمهوريت دهلال احمر له رييس ډاکتر فقيه  څخه هم دستاينې لوحه ترلاسه کړه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته