کابل باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه :
د پوهنې وزارت وايي چې په فراه ولايت کې د جګړو له امله په دغه ولايت کې ٤١١ روزنيز مرکزونه تړل شوي دي .
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ دپوهنې وزارت وياند محمدکبير حقمل وايي: وسله والو طالبانو په فراه ښار د بريد په وخت کې په ښوونځيوکې سنګرونه جوړکړي و چې د تيښتې په وخت کې يې ځينې ښوونځيو ته اور واچاوه او ځينې نور يې په بمونوسره والوزول چې دغو روزنيزو مرکزونو ته زيات زيان اوښتى دى.
د فراه ولايت دپوهنې رياست مرستيال محمدصديق حليمي وويل: په دغه ولايت کې ٣٧٩ لومړني ښوونځي،٣٢ پوهنتونونه او دارالمعلمينونه تړل شوي دي.
د پوهنې وزارت ويلي دي چې په فراه ولايت کې ټول روزنيز مرکزونه به د امنيت تر تامينولو او د زده کوونکواو ښوونکو د خونديتوب پورې تړلي وي. خو ددغه ولايت امنيتي مقامات ټينګارکوي چې په فراه ښارکې په بېلابېلو سيموکې د کور په کور ډول د دوى پلټنې دوام لري او ډير ژر دښار ټولې سيمې د ډار اچوونکو له شتون څخه تشې اعلاميږي او ښوونځي، د تعليمي موسسې او روزنيز مرکزونه خپل فعاليتونه له سره پيلوي.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل