ښوونه او روزنه

په لوګر کې يوه نوى ښوونځى جوړه شوه .

کابل باختر د وري  نهه ويشتمه :
يوه نوى ښوونځى  پرون  دلوګر ولايت په پل علم کې جوړه شوه .
دلوګر ولايت دپوهنې رياست وياند شاهپور  عرب باختراژانس ته وويل چې دغه نوى جوړشوې لومړنۍ ښوونځى  په  يو وخت کې دڅلور سوه زده کوونکو ظرفيت لري چې تراوسه پورې  پکې درې سوه تنه زده کوونکي  جذب شوي دي .  دسيمې  اوسيدونکو له مسوولانو څخه په قدرداني سره زياته کړه چې نه يواځې خپل  بچيان  ښوونځي ته ليږي  بلکې دښوونځي دودانۍ په ساتنه کې هم له هيڅ راز همکارى څخه ډډه نه کوي .
ديادونې وړ ده چې همدا اوس په پادخواب شانه کلي کې يو دارالحفاظ   دهلکانو يوليسه اوشپږ لومړني او منځني ښوونحي فعاليت لري .  چې دپوهنې درياست په  ١٣٩٧ کلن پروګرام کې به دوه ديني مدرسې  او ٣٤ نور ښوونځي هم جوړې شي .
ددغه لومړني ښوونځي زده کوونکو چې دمحمد اکبر ستانکزي  په نامه دى په کرايي کور کې په خپلې زده کړې پيل کړي .
  ختم_   عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته