باميان باختردلړم يوويشتمه :
په باميانو ولايت کې د دولتي ادارو د تشو بـستونو د غوښتنې د فورمو ويش پيل شو .
د باميانو ولايت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کميسيون آمر سيد رحمت الله د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د دوه سوه دوه اتيا اعلام شويو بستونو له جملې څخه يوسلو نهه نوي بستونه په پوهنې پورې او درې اتيا نور بستونه په نورو ادارو پورې اړه لري .
ده زياته کړه چې په تيرو دريو ورځوکې څه دپاسه نهه زره فورمې په غوښتوونکو ويشلې شوې دي او د هيئت په وړاندې د بايمتريک بهير له ترسره کيدو وروسته به آزموينه په شفاف ډول واخستل شي .
ختم_ ف _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ