سیاست

ډاکتر همايون عزيزي : دلومړۍ ځل لپاره په دولتي سيستم کې دپارلماني چارو شبکه فعاله شوه

په پارلماني چارکې ددولت وزير ډاکتر همايون عزيزي په يوه خبري غونډه کې وويل دهيواد په دولتي سيستم کې دپارلماني چارو دشبکي دجوړولو کار پاى ته رسيدلي دي .

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې ده په دې اړوند دزياتو جزئياتو په وړاندې کولو سره وويل دهغو څيړنو په لړ کي چې دحکومت او ملي شورا داړيکو په بهير کي وشوي دحکومت او ملي شورا ترمنځ په اړيکو کې دستونزو دلري کولو او دملي شورا غړو ته دلازمو اسانتياو دبرابرولو په مقصد دوزيرانو عالي شورا ته يوه مشخصه طرحه وړاندي شوه ، دغه طرحه دوزارتونو ا وخپلواو دولتي ادارو په تشکيل کې دموازي پارلمان ادارو لغوه کول اوپرځاى يي په وزارتونو او خپلواکو دولتي اداروکي په پارلماني چارو کې ددولت وزارت ددفترونو اونمايندګيوجوړول و .

ده زياته کړه دغه طرحه دوزيرانو دعالي شورا دروان کال دتلي دمياشتي د ٢٦ مي نيټي په غونډه کې تاييد او له دي وروسته ددغه وزارت دپارلماني دفترونو او نمايندګيو تشکيل چې ټول ٨٢ بستونه دي دجمهوري رياست عالي مقام ته پيشنهاد يږي ټول دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دحکم له مخي منظور او په عملي ډول دازادي سيالۍ له لاري دکارکوونکو په موظفولو لازم اقدام شوي او دغه بهير له څلورو مياشتو څخه په لنډه موده کې داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دکميسيون په مرسته بشپړ شواو په شرايطو برابر کسان استخدام شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته