خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

 کابل، د غوايی ۲۴ مه، باختر

افغانان په خپل هېواد کې د اغیزمن حکومت او نظام جوړولو لپاره خپل نظر او اجنډا لري او تحمیلي نسخې نه شي کولای چې په افغانستان کې د نظام ډول وټاکي.

د باختر آژانس مبصرلیکي: د اتو میاشتو په بهیر کې چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو څخه تېریږي؛ خو یو شمېر بهرني هېوادونه په دې پلمه چې په افغانستان کې ټولمنلی حکومت جوړ نه شي، اسلامي امارت به په رسمیت ونه پېژني.

په داسې حال کې چې دغه څرګندونې یواځې یوه پلمه ده، ځکه په افغانستان کې قانوني حکومت شتون لري؛ خو بیا هم داسې تبلیغات کېږي که چېرې افغانستان د ټولمنلي حکومت په لورګام پورته نه کړي دغه هېواد به بیا د نا امنۍ په لور لاړشي.

معلومه نه ده، چې له ټولمنلي حکومت څخه د دغو هېوادونو تعریف څه دی،  که چېرې د تېرو شلو کلونو په بهیرکې په افغانستان کې د حکومتونو جوړښت ته ځیر شو، د دغو حکومتونو او د پارلمان په ګډون په نورو دولتي جوړښتونو کې د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو نظریې په پام کې نیول کېدې، په حکومتونو کې فرمایشي کسان د دې سبب شول چې د تېرحکومت له مشرانو څخه د زورواکۍ مسئله زیاته شي؛ ځکه هر وزیراو د پارلمان هرغړي ملاتړ کوونکي لرل.

که چېرې د ټولمنلي حکومت د جوړولو مقصد د هماغو ناخوالو تکرار وي چې په تېرو حکومتونو کې یې شتون لاره، دغه فکر نور په افغانستان کې ښخ کړی شوی او افغانستان به نور د زور واکۍ، سرتمبګۍ او د پردیو د نفوذ  په لور لاړ نه شي .

د افغانستان خلک په حکومتوالۍ او د ستونزو په حل کولو کې خپل دودونه ، نظریې، حل لارې او هدفونه لري، هغه هدفونه چې د ملي ګټو په شاو خوا را څرخي.

څرګنده خبره داده چې افغانان د خپلو ملي ګټو څرګند تعریف لري او  اړتیا نه لري چې په حکومتوالۍ کې د نورو نسخې تطبیقې کړي او نه غواړي خپلې نظر په نورو تحمیل کړي.

ټولمنلی حکومت چې بهرنیان یې په افغانستان کې  پر جوړولو ټینګار کوي، مطلب یې د حکومت او نظام په جوړښت کې د خپلو لاس پوڅو ګومارل دي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د خلکو او اسلامي حکومت په نظر ټولمنلی حکومت له قومي تړلتیا پرته د ژمنو او پوهو  کسانو په دندو ګومارل دي چې دغه اصل د اسلامي امارت په حکومت کې رعایت شوی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو دوستانو د ښو او سالمو نظریو درناوی کوي او چمتو دی چې په حکومتوالۍ کې د هغو له ښو تجربو څخه ګټه پورته کړي. اسلامي امارت له نورو هېوادونو سره د تعامل اصل نه دی هیرکړی؛ خو هیله لري چې د ښو او خیرغوښتوونکو نظریو او  تپل شویو او فرمایشي نسخوترمنځ توپیر شتون ولري.

ج – ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته