ټولنه

ډاکتر کمال سادات : دسولې په بهير کې دځوانانو رول ځانګړى اهميت لري .

کابل باختر د وږي اوولسمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات نن دافغانستان دازادو څيړونکو دموسسې له رييس سره په کتنه کې دسولې په بهير کې دځوانانو درول په اړوند خبرې وکړې . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې کتنه کې دافغانستان دازادو څيړونکو موسسې رييس مبين الله ايماق ددغې موسسې دفعاليتونو په اړوند معلومات وړاندې کړل او دهېواد په مرکز او ولايتونوکې يې د((سولې، ځوانان او راتلوونکي)) تر عنوان لاندې دغونډو دجوړولو په خاطر دځوانانو دچارو له معينيت سره دخپلې همکارى ډاډ ورکړ . دغه راز ايماق په بېلابېلو برخوپه تيره بېا دروزنيزو پروګرامونو او دځوانانو دظرفيت دلوړولو په برخو کې دځوانانو دچارو دمعينيت کړه وړه وستايل . ډاکتر سادات دهېواد دځوانانو دظرفيت دودې او لوړولو په برخه کې دځوانانو دچارو دمعينيت پروګرامونو ته اشاره وکړ او ويې ويل چې دهېواد راتلوونکي دځوانانو په لاس کې دى او دسولې په بهير کې دځوانانو ونډه اخستنه او رول ځانګړى اهميت لري . دځوانانو دچارو معين دافغانستان دازاو څيړونکو موسسې دهمکارى له امله په مننې سره وويل چې دپوهاوي ورکولو دپروګرامونو جوړول او دسولې په بهير کې دوندې اخستنې لپاره دځوانانو هڅونه ، په حقيقت کې دسولې په لور يوګام دى . ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته