امنیت

اتلس طالبان په روزګان کې ووژل شول .

کابل /دليندې ٢٣مه / باختر:
اتلس وسله وال طالبان  دروزګان ولايت په مربوطاتو کې  دهېواد دهوايي ځواکونوپه برېدونوکې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو پرون ناوخته  او تېره شپه دترينکوت ښار ته څېرمه او په دهراود ولسوالۍ کې برېدونه وشول .
دهېواد په جنوب کې داتل قول اردو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبرورکړ  چې په دې برېدونو کې دوسله والو طالبانو دډلې  درې سيمه ييز قوماندانان له خپلو  ١٥ افرادو سره يې ووژل شول .
خبرپاڼه زياتوي  دغه وسله وال طالبان  په خپلو پټنځيو کې ديولړ ډار اچوونکو برېدونو په سازمان ورکولو بوخت و چې پرې بريد وشو .
په دې برېدونوکې يوشمېر نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي .
ديوبل خبرله مخې ، دروزګان پوليسو  ددغه ولايت  له ګڼ مېشتو لارو څخه دنهو ماينونو په کشفولوسره ديولړ چاودنومخه ونيوله .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته