-کابل باختر د وږي څلورمه :
دپروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو دطالبانو بريدونه ناکام کړى شول .
يرغلګرو تيره شپه په ډله ئيزه توګه په دغو پوستو بريدونه وکړل .
دپروان ولايت دپوليسو يوه مقام دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې درې تنه يرغلګر ووژل شول او يوشمير نور هم ټپيان شول .
ده وويل چې يرغلګر دمرګ ژوبلې له زغملو وروسته وتښتيدل .
ويل کيږي چې په دې بريد کې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ