سیاست

له پيښو سره د مبارزې د ملي کميټې په غونډه کې ګڼې مسئلې وڅيړل شوې او تصميمونه ونيول شول .

کابل- باختر دمرغومي ديرشمه:
  له پيښو سره د مبارزې دملي کميټې غونډه نن له غرمې وروسته دجمهور رييس دمرستيال او د دغې کميټې د رييس محمد کريم خليلي په مشرۍ جوړه شوه .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:  په دې غونډه کې لومړۍ له پيښو سره د مبارزې د ملي ادارې رييس محمد دايم کاکړ دهيواد په بېلابېلو سيمو کې دخلکو دستونزو دڅيړنې په لاره کې  د دغې ادارې او دکميټې د غړو ادارو د اجرااتو په باب رپوټ وړاندې کړه .
په ١٣٩٠او١٣٩١کلونوکې د ولايتونو د بيړني بودجې د محسوبې سندونه ، دخوست، زابل ، غزني ، کابل ، کندز ، بلخ او د جوزجان په ولايتونوکې له بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته او د قندهار ، پکتيکا ، بلخ ، سمنکانو، دايکندي ، جوزجان ، فارياب ، بغلان او د بدخشان په ولايتونوکې دکميټې له منابعو څخه د شهيدانو دحقوقو ورکول او نغدي مرسته هغه مواردو چې له پيښو سره د مبارزې دملي ادارې په رپوټ کې يې يادونه شوې وه .
  وروسته کميټې له اجنډاسره سم دولايتونو په کچه  دبيړنيو مواردو دزيرمواوسيلو ګانو دکرايې او دخدماتي لګښتونو د ورکولو په باب غور وکړ، د غونډې غړو په دې اړوند د اوسنيو ستونزو دحل کولو په لاره کې خپلې نظريې او پيشنهادونه  وړاندې کړل او دکرنې او اوبو لګولو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې دمالي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې دې په دې اړوند دخپلې اړتيا موارد مشخص کړي او دمالي کال په دويمه نيمايي کې دې په ستراتيژيکي زيرموګودامونوکې د زيرمه شويو خوراکي توکو دخدمتونو لګښتونه ددغه وزارت په بودجه کې شامل  کړي.
دغه راز دکرنې او اوبو لګولو وزارت په ستراتيژيکي او بيړنيو ګودامونوکې د زيرمه شويو خوراکي توکو په ويش دڅرنګوالې په اړونددتصميم نيولو په باب له پيښو سره دمبارزې ملي ادارې ته دنده وسپارل شوه چې د دغې ادارې د اړتياو فهرست دې برابر کړي او کميټې ته دې وړاندې کړي .
د غه راز دکرنې اواوبو لګولووزارت ته هم دنده وسپارل شوه چې په ستراتيژيکي  ګودامونوکې د زيرمه شويو خوراکي توکو د لابراتواري ټست اوازمايښت په باب عملي او جدي اقدامات ترسره کړي .
  په دې غونډه کې د سيلاونو د راوتلواو د سيندونو د اوبو دڅپانده کېدو له امله  په جوزجان ولايت کې دکرنيز ځمکو د ويجاړتيا دمخنيوي په مقصد، د بودجې د تامينولو او دغه راز دکندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتوکې د سيلاونو او دکروندو د ويجاړتيا د مخنيوي لپاره دڅه دپاسه شپږو کيلومترو په اوږدوالې دکانال دکيندنې د بودجې دکمښت په باب دکليو د بيا جوړولواو پراختيا وزارت وړانديزونه تاييد شول .
په کابل ښار کې له بې ځايه شويوکسانو او ترخيمو لاندې ميشتوکسانو سره د خوراکي توکو د مرستي د څرنګوالې څيړنه دکميټې په ننني غونډه کې دخبرو وړنورې موضوعګانې وې چې دجمهور رييس مرستيال د هغوى د ستونزو د څيړنې په لاره کې ټينګار وکړ او له پيښو سره د مبارزې ملي ادارې ته هم دنده وسپارل شوه چې په کابل ښار کې له بې ځايه شويو کسانو او ترخيمو لاندې له ميشتو کسانو سره دمرستې په  باب له  پيښو سره د مبارزې ملي کميټې ته دې يو مشخصه طرحه  وړاندې کړي .
  په دې غونډه کې له پيښو سره د مبارزې دملي کميټې د غړو ادارو او ارګانونومسوولينو له پيښو سره د مقابلې او د روان کال په ژمې کې دخلکو د احتمالي ستونزو د څيړنې په باب دخپل تيارى ډاډ ورکړ او د جمهور رييس مرستيال او له پيښو سره د مبارزې دملي کميټې رييس  هم د ژمې په بهيرکې احتمالي پيښو ته د ځواب ورکولو او د پسرلي په فصل کې د لازم تيارى په لاره کې په زياتو همغږيو باندې تينګار وکړ .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته