کابل باختر دمرغومي د مياشتې ١٩:
د ملي سوداګر فرهنګپال انجنير سيد احمد احمدي له لوري د لغمان له مرکزي عالي دارالمعلمين سره (۴۴۰) ټوکو تعليمي، طبي، ديني، ساينسي، معلوماتي، ادبي او فرهنګي کتابونو مرسته وشوه.
باختر آژانس ته په را رسيدلي خبرکې ويل شوي دي:
دغه کتابونه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د دغه تعليمي مرکز رييس، تدريسي مرستيال، استادانو او يو شمېر محصلينو پکې حضور درلود، د لغمان د مرکزي عالي دارالمعلمين مسوولينو په واک کې ورکړ شول.
د مرستو د ترلاسه کولو پرمهال د دغه تعليمي مرکز رييس ښوونيار محمد آصف حسين خيل د دغو مرستو له امله مننه وکړه او د دوی احساس يې وستايه.
ده د احمدي د ستاينې ترڅنګ د ده د پلار ارواښاد امير محمد احمدي همکاري هم وستايله چې د لغمان عالي دارالمعلمين لپاره يې يوه دوه پوړيزه ودانۍ جوړه کړې.
ده په نورو ملي سوداګرو غږ وکړ چې د لغمان د مرکزي عالي دارالمعلمين د بډاينې او د دغه مرکز د عصري کولو لپاره مرستې وکړي، څو راتلوونکې نسلونه په عصري علومو سمبال ورزل شي.
وروسته انجنير سيد احمد احمدي د خپلو مرستو په دوام ټينګار وکړ او خوښي وښوده چې د لغمان مرکزي عالي دارالمعلمين اوس مهال ګڼ شمېر ښځينه او نارينه محصلين لري، چې له دغو کتابونو څخه به پوره ګټه پورته کړي.#
0 1 دقیقه لوستل